دنورستان ولايت له کامديش ولسوالۍ نه ترلاسه شوی خبروايي چې په ميرديش سيمه کې له اربکيانو سره رامنځته شوې جګړې په مهال 10 تنه چې دوه يې قومندانان دي وژل شوي دي.
دغه جګړه تېره ورځ رامنځته شوه چې تراوسه پوري دوام لري.
ددې اوږدمهالي جګړې په ترڅ کې تراوسه پوري د اربکيانو دوه تنه قومندانان شاه ولي او نجيب الله او 8 تنه اربکيان وژل شوي او 4 نور يې مرګوني ټپيان دي.
مجاهدين وايي د دښمن د 8 تنو وژل شويو عسکرو جسدونو اوس هم د دوئ تر کنټرول لاندي سيمه کې پراته دي.
تېره ورځ دجګړې په لومړيو کې دوه تنه اربکيان له وسلو سره ژوندي ونيول شول چې تراوسه پوري له مجاهدينو سره دي.
دجګړې په ترڅ کې د وارخطا دښمن د ناتار ډزو له امله 1 ملکي وګړی شهيدشوی او مجاهدينو ته هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.
دجګړې نور جزيات به وروسته په ليکه شي.
2013-11-26
افغانستان